د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې په دوو میاشتو کې (۴۱۲) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۴۴
د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې په دوو میاشتو کې (۴۱۲) دوسيې حل او فصل کړې دي

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو مياشتو کې له ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۱/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۲) دوسیې حل او فصل کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ښاري محکمې په دوو میاشتو کې (۱۵۲) حقوقي دوسیې حل کړې دي؛ له دې جملې څخه (۱۰۷) دوسیې فیصله شوې او د (۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي.
په جزائي برخه کې: 
د کندهار ښاري محکمې په دوو میاشتو کې (۲۶۰) جزائي دوسیې حل کړې؛ له دې جملې څخه (۱۲۴) دوسیې فیصله شوې او د (۱۳۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د (۱۴) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي محمد (حصین)، مفتي فضل النعیم (محمود) او مفتي عبدالرحمن (مفتي‌زاده) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

بیا په خبرونو کی