د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۳مه غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۳:۳۲
د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۳مه غونډه ترسره شوه


د چهار شنبه په ورځ (۶/جمادی الثانیه /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۳مه غونډه ترسره شوه.
د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه، د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.
د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو څلورو (۴) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې. 
د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د آب بند ولسوالۍ اړوند د (دالانو) په کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۰
Background image

د لغمان ولایت قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د لغمان ولایت د قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس مولوي جمال الدین (حقاني) په هڅو؛ د مصلحينو په منځګړیتوب، په ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی