د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه څلور کسیز پلاوي د شمال ختيځ زون د محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۹
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه څلور کسیز پلاوي د شمال ختيځ زون د محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول مدیریت څلور کسیز پلاوي د تفتیش او کنټرول د عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) په مشرۍ د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
یاد پلاوي په دې لیدنه کې د کندوز ، سمنګان ، بغلان ،تخار او بدخشان د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو د مجاهدینو د تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، د توقیف خونې امنیت تأمینولو، اکمال او توزیع، د پرسونل له حاضرۍ، د ۲۴ساعته نوکریوالۍ د تطبیق، د پیره‌دارۍ له ځایونو او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه اداکولو او خپلو دندو ته د پاملرنې برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ مجاهدین د امنیتي چارو د لاښه سمبال، له مراجعینو سره نېک چلند او نبوي اخلاقو لرلو ته وهڅول چې په یادو موضوعاتو کې اړوند مسؤولینو ته لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د یاد پلاوي او د محاکمو د رئیسانو ترمنځ د همغږۍ، اتفاق او همکاريو د لا ټینګښت لپاره اړینې ناستې ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی