د کابل د کلکان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۰:۵۶
د کابل د کلکان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه


د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۱۸مه نېټه د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته نوی رئیس مولوي عظيم الدين (حقاني) د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې منسوبينو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس مولوي عتیق الله (عمر)، د کلکان محکمې قضائي غړي، د کابل مستوفي، د کلکان ولسوالۍ د ولسوال مرستیال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسئوولینو، د امر بالمعروف استازي، د جهادي مدرسې استادانو او نورو کارکوونکو ګډون درلود. 
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ځينو مشرانو د محکمې د پخواني رئیس خدمات وستايل او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
د غونډې په دوام ښاغلي مولوي عمر، د کلکان محکمې د نوي رئیس مولوي عظیم الدین (حقاني)د مقررۍ مکتوب ولوست او ټولو ګډونوالو ته یې رسماً معرفي کړ.
د غونډې په وروستيو کې د یادې محکمې پخواني رئیس مفتي محمد(حامد) وویل، الحمدلله موږ په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي او نورو ادارو سره ډېر ښه په همغږۍ خپلې دندې ترسره کړې، زه د ټولو موجوده ادارو څخه چې په کلکان کې شتون لري خوښ یم.
ياده غونډه د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی