د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په هڅو بلخ ولایت کې د مقتولې کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۲
د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په هڅو بلخ ولایت کې د مقتولې کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د مفتي عبدالحی (شاکر) په ملتیا بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د قتل د یوې موضوع له طرفینو سره وکتل او د یاد پلاوي په ترغیب د مقتولې وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه.
یاده پېښه چې په نتیجه کې یې یو کس یوه مېرمن په قتل رسولې وه د بلخ ولایت محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته د مربوطه محاکمو لخوا په غور او دقت وڅېړل شوه.
ابتدائیه او مرافعه محکمې دغه دوسیه نهايي کړې وه؛ خو د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د قضیې له طرفینو سره په کتنه کې د مقتولې وارثین د قاتل بخښنې ته ترغیب او وهڅول او په نتیجه کې د مقتولې وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او قضیه یې په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د یادې پرېکړې تر ابلاغ وروسته د قضیې دواړو لوریو خوښي څرګنده کړه او قاتل په خپل عمل پېښمانه او د مقتولې له وارثینو یې بخښنه وغوښته.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۲۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۱) دوسيو ته رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۲۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د شکردرې، ګلدرې، میربچه کوټ او کلکان ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په. . .

بیا په خبرونو کی