د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۳۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۳۳
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۳۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي


د بلخ ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې، د زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له ( ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۲۳/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د (۴۳۷) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۱۰) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې: 
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۲۲) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۵۸) دوسیې فیصله شوې، (۴۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۶۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۰) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۵۸) دوسیې فیصله شوې، (۳۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۷۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۱۰) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی