د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۳۰
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا


د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د دویمې فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د لمرپاینټ لوژستیکي خدموتو   شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۵۹۲۸۶) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په نادرپښتون سیمه کې موقعیت لري، د (۲۷۲۱۷۰۰) دوه میلیون، اووه سوه یوویشت زره او اووه سوه افغانۍ په قېمت سره د کابل ولایت د څلورګونو ښاري ابتدائیه محاکمو لپاره د (۳۱) قلمه امنیتي کامرو او د هغه اړوندو وسایلو قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د ۵۰مې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اووه (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مراحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی