د روزګان د مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
په ۱۱/ ۵ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) په مشرۍ؛ د نظامي محکمې د رئيس مولوي عبدالقدیر، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان د رئیس الحاج شیخ مولوي رحیم الدین، د یاد دېوان د مفتي مولوي محب الله (آخندزاده)، د جزا دېوان د رئیس مفتي دوست محمد (سعید)، د مدني دېوان رئیس الحاج مولوي محمد نعیم (فیضاني)، د یاد دېوان د مفتي مولوي عبدالباري، د محررينو او اداري کارکوونکو په شتون کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئيس په لاندې مهمو مواردو خبرې وکړې:
۱- د اداري فساد په اړه خلکو ته د مساجدو د علماوو او د امارتي رسنیو له لارې عامه پوهاوی ورکول.
۲- په محاکمو کې د قضائي تفتیش لخوا اعلانونه او نمبرونه نصبول.
۳- په هره اداره کې د اداري رئیس د خپل پرسونل کارونه وڅاري.
۴- په مرافعه محکمه کې مشخصه کمېټه جوړول چې د پيسو تعقیب لپاره د هر ربعې په پای کې د مصارفو او د خریدارۍ پلټنه وکړي.
۵- هر سند چې محکمې یا دېوانونو ته راځي، باید په محکمه کې د مشخصې کمېټې لخوا وڅېړل شي او یا هم ثبت محفوظ يې را وغوښتل شي.
۶-محاکمو ته د مراجعینو د تګ راتګ په اړه باید د محکمې مؤظف ساتونکي تعقیب شي چې بې نوبتي ونه کړي.