د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو په عمومي ریاست کې د کارونو د ارزونې او د مسؤولینو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۵:۱۰
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو په عمومي ریاست کې د کارونو د ارزونې او د مسؤولینو د همغږۍ غونډه ترسره شوه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۸مه نېټه د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو عمومي ریاست کې د یاد ریاست د مدیریتونو او آمریتونو د تېرې اوونۍ د کارونو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې تقویې په موخه غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه او د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ سرپرست او رئیس ارکان حافظ سید حکمت الله آغا (ذهین)، د ریاست د دفتر عمومي مدېر مولوي خان محمد (مستغفر)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د تأمیناتو عمومي مدیر فرید احمد(همت)، د مخابرې عمومي مدیریت سرپرست مولوي موسی (افغان) او نورو مسؤولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په دې غونډه کې د مدیریتونو او آمریتونو د ښه کار ستاینه وکړه او د مسؤولیتونو پر لا ښه ادا کولو یې ټینګار وکړ.
دغه راز د تأمیناتو عمومي مدیریت ته سپارښتنه وشوه چې د ملکي او نظامي محاکمو امنیتي قطعاتو ته ژمنۍ البسه [ګرمې جامې، بوټان، کمپلې او ...) په ټاکلي وخت ورسوي.
غونډه د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د دفتر د عمومي مدیر مولوي خان محمد (مستغفر) لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی