د کابل مرافعه محکمې په دوو اونيو کې (۱۰۹) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۰:۴۸
د کابل مرافعه محکمې په دوو اونيو کې (۱۰۹) دوسيې حل او فصل کړې دي


د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو په دوو اونيو له ( ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) په جزائي، نظامي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۹) دوسيې حل او فصل کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
 په دوو اونیو کې دغه دېوان ته (۳۴) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۸) دوسیې فیصله شوې، د (۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲- د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
په دوو اونیو کې دغه دېوان ته (۱۵) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۳) دوسیې فیصله شوې، د (۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسيه مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳- د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
په دوو اونیو کې دغه دېوان ته (۴)  دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲)دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴- د دې محکمې مدني دېوان:
په دوو اونیو کې دغه دېوان ته (۳۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵- د دې محکمې تجارتي دېوان:
په دوو اونیو کې دغه دېوان ته (۱۱) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱) دوسیه فیصله شوې، د (۱۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی