د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فارياب له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۴۴
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فارياب له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه


د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه پلاوي چې مولوي سيف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالوارث (سعيد) او مولوي عبدالله (ذکي) یې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۲مه نېټه د فارياب ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر په پیل کې د فارياب ولایت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د فارياب ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند ټولو نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظریات يې له ځان سره وليکل او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره پرې خبرې وکړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۱۷) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، ښاري محکمې او مرافعه محکمې اړوند دېوانونو ، وثایقو او حقوقو آمریت څخه په جلا، جلا ډول لیدنې وکړې.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند ضروریاتو او مهم موارد له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ضروریاتو د رفعه کولو، د خنډونو د له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د فارياب ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټول موارد یې په جلا، جلا توګه ورسره شريک کړل.
د ياد سفر په دوام د سترې محکمې قضائي پلاوي د ولسوالیو له مسؤولینو، د فارياب ولايت استخباراتو رياست او امنيه قوماندان سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په برخه کې یې د هغوی نظرونه واورېدل او د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه یې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.
 د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي له لاسته راوړنو ډک (۲۴) ورځنی سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی