د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو د دوو اونيوو په ترڅ کې (۵۹۱) دوسيې حل او فصل کړې دي
د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو د دوو اونيوو په ترڅ کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق کال څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۵۹۱) دوسيې حل او فصل کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې اړوند څلور زونونو ته د دوو اونيوو په ترڅ کې (۴۳۴) جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۱۵۱) دوسیې فیصله شوې، د (۹۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په حقوقي برخه کې:
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې اړوند څلور زونونو ته د دوو اونيوو په ترڅ کې (۲۴۲) حقوقي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۳۲) دوسیې فیصله شوې، د (۱۹۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې اړوند څلور زونونو ته د دوو اونيوو په ترڅ کې (۱۹۹) تجارتي دوسيې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۳۶) دوسیې فیصله شوې، د (۱۰۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
