د فراه محاکمو یوه میاشت کې د (۴۶۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۲۱
د فراه محاکمو یوه میاشت کې د (۴۶۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۴۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي


د فراه ولايت محاکمو(مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۳/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې د (۴۶۹) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۴۴۴) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۸۶) حقوقي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۰۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۴) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۶۸) جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۴۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۴۴) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی