د نیمروز ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۱۵
د نیمروز ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د نیمروز ولایت د  ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان قضائي پلاوي د یاد دېوان د رئیس په مشرۍ د نیمروز ولایت له عمومي مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي لومړی په یاد محبس کې د لوی عمر (سن) لرونکو بندیانو سره د بې برخلیکه بندیانو د حال معلومولو او همداسې د دوی لپاره د تعلیمي سیستم او خدماتو د حال معلومولو لپاره ورغله لیدنه وکړه، دغه راز یې د بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات وکړل،  چې د یاد بلاک د بندیانو په وینا،  د روغتیايي او تعلیمي خدماتو سربېره ورته په ټاکلي وخت خوارکي توکي رسېږي.

ورپسې د ښاري محکمې پلاوي د ماشومانو او ښځینه بندیانو له بلاکونو څخه هم لیدنه وکړه او د دوی د وضعیت په اړه یې بشپړ معلومات ترلاسه کړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی