د فراه د مرافعه محکمې په انګړ کې یو باب مسجد ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۴:۶
د فراه د مرافعه محکمې په انګړ کې یو باب مسجد ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د فراه ولایت د مرافعه محکمې په انګړ چې یو باب مسجد چې د جوړېدو چارې یې د ۱۴۴۴ کال په جریان کې پیل شوې وې جوړ او په ۲۴ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه مسجد د افتتاح او ګټې اخیستنې په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئیس مولوی محمدګل «صیاد»، د فراه والي مولوي نوراحمد «روحاني»، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید «صمیم»، د فراه ولایت ښاروال مولوي محمدولي «ادریس»، د مستوفیت رئیس مولوي عتیق الله «خالد»، د ښاري محکمې رئیس مولوی عبیدالله «عالمګیر»، د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي شیر احمد «حق طلب»، د زندان عمومي مدیر ملا لعل محمد «ذاکري»، د اطلاعاتو فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی «سباوون»، د دغه ولایت د علماوو شوری غړو، علماء کرامو او د محاکمو قضاتو حضور درلود.

د یادونې وړ ده چې یاد مسجد د (۱۱۱۰۰۰۰) افغانۍ په لګښت جوړ شوی چې پر یو وخت په کې څه باندې ۱۲۰ کسان لمونځ ادا کولای شي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی