د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا
د ا.ا.ا د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې عمومي ریاست لپاره د (۴۶) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۲/۶/۱۴۰۲هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین[په بانکي ډول۲۲۳۰۰۰ افغانۍ] دی د آفرونو پرانیسته ۱۲/۶/۱۴۰۲هـ ش نېټه مخکې له غرمې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې تر سره کیږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۴/۶/۱۴۰۲ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.
