د لوګر د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د دولتي ځمکو له غصب د مخنیوي کمېسیون له غړو سره ناسته تر سره کړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۳:۲۹
د لوګر د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د دولتي ځمکو له غصب د مخنیوي کمېسیون له غړو سره ناسته تر سره کړه

یکشنبه ۱۴۴۵/۱/۶ هـ ق د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي موسی کلیم "عاصم" د لوګر ولایت په مرافعه محکمې کې د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له اعضاوو سره وکتل.

یاد مجلس چې د لوګر ولایت د مرافعه محکمې په انګړ کې دائر شوی وو، د لوګر ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په شمول، د لوګر ولایت د عدليې، زراعت، مستوفیت، استخباراتو، ښار جوړونې، حج او اوقافو، قضاء امارت، تعقیب او نظارت ریاست او یو شمېر نورو رئیسانو او مسئولینو ګډون کړی وو.

غونډه د کلام الله په سپېڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د غونډې ګډونوالو ته د دولتي ملکیتونو د حفاظت او ساتنې په اړه هر اړخیزه او جامع وینا وکړه.

نوموړي وویل:  دولتي املاک د ټول ملت مشترک مال او حق دی، ساتنه او حفاظت یې زموږ ټولو مسئولیت او وجیبه ده، هر هغه څوک چې دولتي ملکیتونه یې غصب کړي او یا یې اراده لري، ژر تر ژره به د عدالت منګولو ته وسپارل شي او کوم ملکیتونه چې دوی غصب کړي، له تثبیت وروسته به له دوی څخه واخیستل شي او بیت المال ته به تسلیم شي.

نوموړي همدا راز له دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي د کمېسیون اعضاوو ته د محکمې له لوري د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل چې خپل کار دي په پوره صداقت او زړورتیا تر سره کړي او د دولت د مال او ملکیت خوړونکو سره دې هیڅ راز نرم چلند او ترحم نه کوي.

د مرافعه محکمې رئیس وویل: د هر غاصب او ظالم په ماتولو او له دوی سره د حساب او کتاب کولو لپاره د محاکمو منسوبین په قاطع دریځ او هوډ تیار او اماده دي.

د لوګر د مرافعه محکمې د رئیس له وینا وروسته، د کمېسیون اعضاوو په نوبت سره خبرې وکړې، دوی د مرافعه محکمې له رئیس سره خپل پلانونه او طرحې شریکې کړې او تر څنګ يې د کمېسیون پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه د محکمې همکاري لازمه او اړینه وګڼله.

د مجلس په پای کې د کمېسیون د غړو له منځه درې (۳) تنه، د محکمې او زراعت د مربوط دوسیو د تفکیک او جلاوالي په موخه وټاکل شول، چې یاد هیئت به ددې دوسیو له تفکیک وروسته خپل راپور له کمېسیون سره شریکوي، چې د حل په موخه به یې لازم او ګړندي اجراآت تر سره کېږي.

د يادې غونډې اختتام د خیر او عافیت په دعاء سره وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی