د فراه محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۵۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۱:۴۶
د فراه محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۵۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱۴۴۴/۱۱/۷ هـ ق نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۱۱/۱۹هـ ق نېټې د فراه ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې د فراه ولایت محاکمو ته (۶۵) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې ډلې (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۲۷) فیصله شوې او پاته نورې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې د فراه ولایت محاکمو ته (۱۵۷) جزائي دوسیې راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دی جملې څخه (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۸۳) فیصله شوې او پاته نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۲۲۲) بېلا، بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپین ږېرو په منځګړیتوب د قتل رامنځته شوې موضوع په ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۹۰۳) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې د ۱/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۹۰۳) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

۱-. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۱
Background image

د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د زابل ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يوه څلور کسيز پلاوي چې الحاج شيخ مفتي محمد لعل (بند تيموري)، مولوي محمد موسی کليم،. . .

بیا په خبرونو کی