د میدان وردګ ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۴:۲۹
د میدان وردګ ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه ترسره شوه.

د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۲۴مه  نېټه د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالکریم « حقاني » په مشرۍ یو څلور کسیز پلاوي د میدان وردګ ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

 یاد پلاوي په پيل کې د زندان له مسؤلینو سره د زندان او بندیانو په وضعیت خبرې وکړې، ورپسې یې په یاد زندان کې له هر یوه بندي سره په جلا جلا توګه وکتل د هغو ستونزې یې واورېدې او د حل په موخه یې د زندان مسؤلینو او بندیانو ته ډاډ ورکړ، چې دوسیو ته به یې په وخت رسیده ګي کیږي او د ستونز د حل په برخه کې به دواړې ادارې یو له بل سره دومداره همکاري کوي، چې له یادې لیدنې څخه د زندان مسؤلینو او بندیانو خوښۍ څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ، د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۲/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۴
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند بادغیس ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د جنوب لوېديځ زون د تفتیش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې او امارتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د قضاتو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او نورو اداري مسؤولینو، د استخباراتو، عدلیې او عامې روغتیا ریاستونو استازو، د شپږګونو امنیتي حوزو آمرینو، د جنائي. . .

بیا په خبرونو کی