د بلخ ولایت محاکمو په یوه اونۍ کې د (۱۵۸) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۴) بېلا، بېل وثایق اجرأ کړي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۴:۹
د بلخ ولایت محاکمو په یوه اونۍ کې د (۱۵۸) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۴) بېلا، بېل وثایق اجرأ کړي

په دغه راپور کې د بلخ ولایت اړوند محاکمو د یوې اونۍ (۱۰/۹/‍۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۱۵/۹/۱۴۴۴هــ ق) نېټې قضائي، حقوقي او تجارتي اجراآت شامل دي. په حقوقي برخه کې: په یوه اونۍ کې د بلخ ولایت محاکمو ته(۱۱۱)حقوقي دوسیې راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. له دې جملې څخه (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (۴۳) دوسیو په تړاو قضائي قرار صادر شوي، (۱۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي. په جزائي برخه کې: په یوه اونۍ کې د بلخ ولایت محاکمو ته (۴۱) جزائي دوسیې راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. له دې جملې څخه (۱۸) دوسیې مکتوبي مسترې شوې دی، د (۱۱) دوسیو په تړاو قضائي قرار صادر شوي، (۲۰) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي. په تجارتي برخه کې: په یوه اونۍ کې د بلخ ولایت محاکمو ته (۴۶) تجارتي دوسیې راجع شوې په داسې حال کې چې په دې برخه کې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. له دې جملې څخه (۱۰) دوسیې مکتوبي مسترې شوې، د (۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۳) دوسیې فیصله شوې دي او پآتې نورې تر کار لاندې دي. دغه راز په همدې موده کې (۱۹۴) بېلا بېل وثایق هم اجرأ شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی