د میدان وردګ ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۲۰) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۰) وثیقې هم اجرأ کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۱:۳۹
د میدان وردګ ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۲۰) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۰) وثیقې هم اجرأ کړې دي

په دغه راپور کې له / ۱۶/۸ /۱۴۴۴ څخه تر۲۹ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۹۰) حقوقي دوسیې د میدان وردګ ولایت اړوند محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې  هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، (۵۰) دوسیې د قضائي قرار په وسیله اجرأ شوې، (۲۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۱۷)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، (۸) دوسیې د قضائي قرار په وسیله اجرأ‌ شوې، (۱۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې دوسیې تر کار لاندې دي.

په تجارتي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې په تجارتې برخه کې هېڅ دوسیه محاکمو ته نه ده راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې (۳) دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱) دوسیه فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۱۹۰) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي  دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۸۸) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل

د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه. . .

بیا په خبرونو کی