د کابل مرافعه محکمه کې د دغه ولایت له اړوند محاکمو څخه د ښې څارنې په موخه غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۹:۵۵
د کابل مرافعه محکمه کې د دغه ولایت له اړوند محاکمو څخه د ښې څارنې په موخه غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۵مه د کابل  ولایت د مرافعه محکمې په ریاست کې د دې محکمې د عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور(رشاد آخندزاده) په مشرۍ او د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو د څلورو زونونو د  او د تجارتي ابتدائيه محکمې د ښاغلو رئیسانو په ګډون له ښاري او ولسوالیو ابتدائيه محاکمو څخه د ښې څارنې په موخه  غونډه ترسره شوه.

په پیل کې د مرافعه محکمې ښاغلي رئیس د غونډې له ګډونوالو څخه د تېرو څارنو د پایلو او ګټو د اظهار غوښته وکړه.

ښاغلو رئیسانو د مرافعه محکمې د رئیس له لوري د ښاري ابتدائیه محکمې د چارو د څارنې بهیر مثبت او ګټور وباله وویل، د مسؤولینو لخوا د ماتحت محاکمو او کارکوونکو د اجراآتو څارنه ډېرې مثبتې اغیزې لري او د دوامداره څارنې غوښتنه يې وکړه.

د غونډې ګډونوالو د خپلو خبرو په دوام کې د ځینو ماهوي او شکلي ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.

د مرافعه محکمې ښاغلي رئیس د ځینو ستونزو د حل لپاره هر اړخیزې لارښوونې وکړې او ځینې ستونزې یې د سترې محکمې څخه د استهداء لپاره له ځان سره یاداښت کړې.

د کابل د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مولوي رشادآخندزاده د مرافعه محکمې د ریاست مقام  لخوا د کابل ولایت د ټولو محاکمو څخه د ښې څارنې په موخه د مرافعه محکمې د تجارتي دېوان د رئیس ښاغلي مولوي عبدالله (اسرار) په مشرۍ  درېیو کسانو ته د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو او د کابل ولایت د استیناف دېوانونو د قضائي چارو د څارنې، د مرافعه محکمې د نظامي دېوان د رئیس ښاغلي مولوي امان الله (حقاني) په مشرۍ درېیو کسانو ته د یادو محاکمو د اداري چارو د څارنې، د ښاري محکمې د څلورو زونونو د ابتدائيه محاکمو ښاغلو رئیسانو، د تجارتي ابتدائیه محکمې ښاغلي رئيس او د مرافعه محکمې د مدني دېوان ښاغلي عضو مفتي ته د کابل ولایت د (۱۴) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د د چارو د څارنې دنده وسپارله.

د غونډې په پای کې د مرافعه محکمې اړوند محاکمو د چارو د څارنې په موخه جوړو شوو پلاوو ته د څارنې طرزالعمل ورکړل شو.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی