د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو یو شمېر اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر زده کړې روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳
د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو یو شمېر اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر زده کړې روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د سترې محکمې د وړتیاوو لوړونې او اجراآتو د ارزونې ریاست لخوا د مرکزي ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د کمپیوټر د اساسي مهارتونو د زده کړې ۴۰ ورځنی پروګرام پای ته ورسېد.

یاد ریاست  د خپلو روزنیزو پروګرامونو په دوام دا ځل د  سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اړوند ۱۲ کارکوونکو ته د (کمپیوټر اساسي مهارتونو،  Microsoft Word) روزنیز پروګرام پیل کړی و.  

په دغه روزنیز پروګرام کې چې څه باندې ۴۰ ورځې یې  دوام درلود د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اړوند ۱۲ کارکوونکو ته د کمپیوټر پر اساسي مهارتونو سربېره د Microsoft Word پروګرام تدریس شو.

یاد روزنیز کورس چې د روان کال د جمادی الثاني میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شوی و د رجب المرجب میاشتې په ۲۰مه نېټه  پای ته ورسېد.

د دغه روزنیز پروګرام په پای کې فارغینو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی