د پکتیکا ولایت اړوند محاکمو د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د ۵۶۵ قضایاوو په حل او فصل سربېره ۳۸۱ وثایق اجراء کړي دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۶
د پکتیکا ولایت اړوند محاکمو د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د ۵۶۵ قضایاوو په حل او فصل سربېره ۳۸۱ وثایق اجراء کړي دي

د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د پکتیکا ولایت استیناف محکمې، ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو د قضائي اجراآتو خلاصه راپور  په لاندې ډول شریک شوی دی:

ابتدائیه محاکم:

د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د پکتیکا ولایت اړوند ابتدائیه محاکمو ته (۸۳۴) بېلا، بېلې قضیې واردې شوې، د یادو قضیو له ډلې ۴۶۴ حل او فصل شوې او نورې تر کار لاندې دي.

ښاري محکمه:

 د ښاري محکمې دېوانونو ته د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې (۱۴۸) قضیې وارېدې شوې دي، له دې جملې څخه ۳۷ یې حل او فصل شوې او پاتې تر کار لاندې دي.

استیناف محکمه:

د استیناف محکمې دېوانونو ته د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې (۱۳۵) قضيې واردې شوې، له دې جملې ۶۴ یې حل او فصل شوې، پاتې نورې تر کار لاندې دي.

اجراء شوي وثایق:

د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د پکتیکا ولایت اړوند محاکمو په مجموعي ډول (۳۸۱) بېلا، بېل وثایق اجراء کړي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی