د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس ننګرهار ولایت کې د زندانیانو د دوسیو څېړلو بهیر پیل شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۰:۴۴
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس ننګرهار ولایت کې د زندانیانو د دوسیو څېړلو بهیر پیل شو

د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادی الاول میاشتې په ۷مه نېټه د زندانیانو د دوسیو د څېړلو او د هغوی دوسیو ته په ټاکلي وخت د رسېدو برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په موخه د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې، د دغه ولایت د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او مرکزي محبس د مسؤولینو ترمنځ ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې چې د استیناف محکمې د رئیس شیخ محمدګلاب (فاروقي) په مشرۍ جوړه شوې وه،  د بندیانو د دوسیو او احوالو معلومولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د صادر شوي فرمان په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د یادو خبرو په نتیجه کې د شیخ محمدګلاب (فاروفي) په مشرۍ د یادو ادارو ګډ کمېسیون جوړ شو او په (۸ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه یې په عملي ډول له مرکزي زندان څخه کار پیل کړ.

د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون به هره اونۍ کې درې ورځې (یک شنبه، سه شنبه او پنجشنبه) له زندانونو لیدنه کوي، هڅه به وکړي چې د زندانیانو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او زندان کې هېڅ بندي بې برخلیکه پاتې نه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت سپين بولدک او تخته پل ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالجبار (آغا) په ملتیا، په ۲۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د کندهار ولايت د سپين بولدک او تخته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د پکتیکا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۰۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۷۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتیکا ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹ /۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۷۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳۷
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) او د قضائي معاونيت مستشار محترم مفتي احمد سعید په. . .

بیا په خبرونو کی