پکتیکا ولایت کې درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۷
پکتیکا ولایت کې درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

پکتیکا ولایت کې په ۱۴۴۴/۵/۳  هـ ق نېټه د شرعي ښاري ابتدائیه محکمې د جزاء دېوان په حکم د دغه ولایت مرکز ښرنې په ورزشي سټېډیوم درېیو مجرمینو ته د غلا په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

مجرمنیو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړو شوو دغه مراسمو کې د پکتیکا والي محترم عبدالله«مختار»، د پکتیکا د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي امان الله«منقاد حقاني»، د ښاري محکمې رئیس محترم مولوي محمد اشرف «ابوخالد»، د جزاء دېوان رئیس محترم مولوي فال محمد«حاذق»، د استیناف او ښاري محاکمو قضاتو او عامو خلکو ګډون درلود.

د پکتیکا د استیناف محکمې رئیس محترم مفتي امان الله«منقاد حقاني» یادې ناستې ته د قضاء د اهمیت په هکله وویل، د اسلامي نظام لپاره قضاء د روح حیثیت لري.

دغه راز محترم مفتي منقاد حقاني د قضاء د یو شمېر حکمتونو او مسؤولیتونه (اظهارالعدل، دفع الظلم، انصاف المظلوم من الظالم، ایصال الحق الی المستحق و امربالمعروف و نهي عن المنکر) په اړه تفصیلې خبرې وکړې.

دغه راز د پکتیکا والي حاضرینو ته د اسلامي نظام د اهمیت او ارزښت په اړه وینا وکړه وویل، افغانستان کې حاکم اسلامي نظام د میلیونونو شهیدانو د قربانیو په برکت واک ته رسېدلی دی، او دا د شکر ځای دی چې نن شرعي محاکم د شریعت مطابق فیصلې کوي.

د پکتیکا والي په خپلو خبرو کې له محاکمو سره د ولایتي ادارو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، موږ به د محاکمو ملاتړ او همکاري کوو، ترڅو مو نظام شفاف او قوي شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی