په ننګرهار ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۳:۵۴
په ننګرهار ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې په ۲۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړې شوې غونډه کې د یادې ابتدائيه محکمې رئیس مفتي لطیف الله (ستانکزي)، قضائي او اداري منسوبینو، د ولسوالۍ مرستيال، د استخباراتو مدیر، امنیه قوماندان، د نورو امارتي ادارو کارکوونکو او مراجعینو ګډون درلود.
ابتدائيه محکمې یاد مجرمين په ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

په غزني ولايت کې درېيو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې درې کسان چې پر لواطت متهم وو؛ نن دوشنبې ۹/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

جزا دېوان یاد متهمين پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

په غزني ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم په ۸/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۳:۲۵
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۵۲) دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی