محترم مولوي محمد اکبر (احمدي) د کابل ولايت مرافعه محکمې تحريراتو ریاست د نوي رئيس په توګه معرفي شو

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۲۵
محترم مولوي محمد اکبر (احمدي) د کابل ولايت مرافعه محکمې تحريراتو ریاست د نوي رئيس په توګه معرفي شو

د کابل ولايت مرافعه محکمې اړوند د تحريراتو ریاست نوی رئيس محترم مولوي محمد اکبر (احمدي) د یادې محکمې د عمومي رئيس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) لخوا په ۲۶/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې اداري کارکوونکو ته ور معرفي شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې  د مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبين (الطاف) او د یاد ریاست ټولو اداري کارکوونکو ګډون درلود. 
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئيس نوي معرفي شوي رئيس ته د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته د کاري مسؤوليتونو، د کارونو د کميت او د ياد رياست اړوند کاري اجراآتو په تړاو معلومات او ځينې اړينې لارښوونې يې ورته وکړې.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې مرستيال د تحریراتو نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ د الله تعالی له دربار څخه د توفيق غوښتنه وکړه.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی