د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۳:۵۰
د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۷/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې ميرمنې د قتل له امله رامنځته شوې موضوع حل او فصل شوه.
ياده موضوع ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅيړل شوه، ورپسې د یادې محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په رسمي ډول حل او فصل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دواړو طرفونو د محکمې د هڅو ستاينه وکړه، زیاته خوښي يې څرګنده کړه، محاکمو ته يې د الله (جل جلاله) له ستر دربار څخه د لا ښه خدمت کولو د توفيق غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت د نظام د بقاء او استقامت دعاوې يې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی