د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۶
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (حقاني) او ورسره مل پلاوي په ۲۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د لغمان ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د بندیانو حالت له نږدې وکاته، د هغوی ستونزې يې واوریدې او د زندان مسؤولینو ته يې د يادو ستونزو د حل په موخه لازم هدایات وکړل.
د لیدنې په دوام یاد پلاوي د بندیانو د دوسیو په اړه معلومات تر لاسه کړل؛ ترڅو په زندان کې بې‌برخلیکه کسان پاتې نشي.
دغه راز یاد پلاوي له هغو زندانیانو سره جلا، جلا وکتل چې د خپل برخلیک په اړه یې اندېښنه درلوده، هغوی ته یې ډاډ ورکړ او ورته وویل، ستاسو دوسیو ته به د شریعت د اصولو په رڼا کې رسېدنه کېږي.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس د زندان مسؤولینو ته وویل، را سپارل شوې دندې زموږ دنیوي او اخروي مسؤولیت دی، چې باید په صداقت او ایماندارۍ يې ترسره کړو، په ځانګړې توګه د بندیانو پر وړاندې چې دوی د انساني کرامت خاوندان دي، خدای مکړه د دوی په چارو کې د ناغېړۍ له  امله الله تعالی له موږ څخه ناراضه نشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د نورستان ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو د رئیسانو، قضائي غړو، د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو په ګډون په ۱۹ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د قضائي پلاوي په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپین ږيرو په منځګړیتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق د مقتول او قاتل د کورنيو ترمنځ سوله وشوه.
د قتل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د ميدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل رامنځته شوې موضوع حل او فصل. . .

بیا په خبرونو کی