په میدان وردګ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۲۳
په میدان وردګ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت حصه اول بهسود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يو ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد مجرمين له يو کال څخه تر پنځلس میاشتو پر تنفيذي بند او ۲۵ـ ۲۵ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني)؛ قضائي غړو او د نورو امارتي ادارو مسؤولينو ګډون کړی وو.
غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د مرافعه محکمې رئیس لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی