د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۳۵
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۱۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۵) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۲۶) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۹) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۰) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۷) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۵۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی