د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۶۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۳) دوسیې فیصله شوې، (۴۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۶۳) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۲۰) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د روزګان ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي غزني زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت  عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۶
Background image

محاکم ولایت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثایق، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت سمنګان طی دو هفته (از ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۳ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۱۰) قطعه وثایق را. . .

بیا په خبرونو کی