د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په نهو مياشتو کې (۱۳۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په نهو مياشتو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۱۳۶۲) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې په نهو مياشتو کې (۵۴۲) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۷۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۳۶۸) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې په نهو میاشتو کې (۸۲۰) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۳۰۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۵۱۷) دوسیې فیصله شوې دي.