د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۲:۱۵
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۴/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه تر ۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۷۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۲۰) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۰۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۳) دوسيې مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۷۰) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۳۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ جوړ شوي هئیت، چې د ښاري ابتدائیه محکمې عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو لپاره، نن سه شنبې (۲۵/۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئيسانو، د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د استخباراتو ریاست. . .

بیا په خبرونو کی