د نورستان او بدخشان ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۷۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۴
د نورستان او بدخشان ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۷۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د نورستان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۷۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د نورستان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۶۱۱) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۲۲۱) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۱۵۴) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۳۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د نورستان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۵۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۲) دوسيې تطبيق شوې، (۱۳) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۸) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۸) دوسيې حفظ شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۴
Background image

په بامیان ولايت کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بامیان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن سه شنبه ۱۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان دېوان یاد متهم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو د نوي رئیس محترم مفتي عبدالواحد حقاني معرفت غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو نوی رئیس محترم مفتي عبدالواحد (حقاني) نن دوشنبه (۱۳ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) په یوه غونډه کې د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې. . .

بیا په خبرونو کی