د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په ۱۲/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له ۹ میاشتو څخه تر ۷ کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو  پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو، د سيمې علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب،  په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، په ۷/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

بیا په خبرونو کی