غزني ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس دوو کسانو ته په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د بد اخلاقۍ په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد مجرمين په دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
یاد حکم د غزني ولايت د مرافعه محکمې او د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شو.