په خوست ولایت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۱۸
په خوست ولایت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۱۲/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې د متهمينو له ډلې یو متهم پر څلور کاله تنفیذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا او دويم متهم په درې کاله تنفیذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر متهمينو تطبيق شو.

د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړې شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس او مل پلاوي، د یادې ولسوالۍ قضائي، نظامي، اداري مسؤولينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی