د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۳۹
د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د مرافعه محکمې د رئيس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۹/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په مست کلي کې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
په دې موخه غونډه چې په یوسف خېلو ولسوالي کې جوړه شوې وه؛ د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)، امنیه قوماندان مولوي محمد شریف (حلیمي)، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مختاري)، د مدني او عامه حقوقو دېوان رئيس مولوي عبدالله (فیاض)، د تحریراتو آمر احسان الله (احمدي)، يو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ تللي پلاوي د مقتول وارثينو ته دعاء وکړه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس او امنیه قوماندان خبرې وکړې. 
د مرافعه محکمې رئيس د بخښنې د ګټو او ثواب په اړه بیان وکړ، د یادې غونډې له علماء کرامو او  قومي مشرانو څخه یې مننه وکړه او د يووالي اړوند یې خلکو ته نېکې توصیې وکړې.
د غونډې په پای کې د مقتول پلار او وارثينو د قاتل کورنۍ ته بخښنه وکړه او د محاکمو له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.
 غونډه د مرافعه محکمې د رئيس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی