د لغمان او دايکندي ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۴۵۲) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د لغمان او دايکندي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۸/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۸/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې (۴۵۲) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د لغمان او دايکندي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۱۹) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۱۷) عرضپاڼې اصلاح او ابرا شوې، (۱۳۰) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۰) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۶۲) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرضپاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د لغمان او دايکندي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۸) دوسيې تطبيق شوې، (۵) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۵) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.