د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۲۸۳) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۴۰
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۲۸۳) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۸۳) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۱۰۰) نکاح خطونه، (۲۲) قبالې، (۷) زوجيت خطونه، او (۷۲) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۵۷) نکاح خطونه، (۱۶) قبالې، (۱۱) زوجیت خطونه او (۱۱۱) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۳۶) نکاح خطونه، (۷) قبالې، (۲۱) زوجيت خطونه او (۸۹) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۸۳) نکاح خطونه، (۵۱) قبالې، (۵) زوجیت خطونه او (۷۰) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۶۱) نکاح خطونه، (۵) قبالې، (۲۱) زوجیت خطونه او (۱۲۰) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۶۶) نکاح خطونه، (۸) زوجيت خطونه او (۴۴) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

بیا په خبرونو کی