د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۶۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۴۵
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۶۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه محکمې، ښاري محکمې، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۶۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۴۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه سرته رسولي دي:

1-    په ځینو خاصو مواردو کې (۹۶۲۳۲) افغانۍ عایدات راټول او د امارت خزانې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۳۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې(۵۳۷) دوسيو ته رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
. . .

بیا په خبرونو کی