په زابل ولایت کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د زابل ولایت میزانې ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته له کوره د تېښتې او تښتولو په جرم، په ۲۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين له څلورو کالو څخه تر پنځو کالو پر تنفیذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
