د سترې محکمې له اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۵۱
د سترې محکمې له اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب تر ټولو مخکې درته د اسلامي عدالت خپرونې ته هرکلی وایو او ډېره زیاته مننه کوو چې موږ ته مو د دې مرکې لپاره وخت راکړ.

1. پوښتنه: محترم شیخ صاحب که لومړی د ادارې او مدیریت د ارزښت په اړه معلومات راکړئ؟
ځواب: الحمدلله رب العالمین و الصلوة و السلام علی نبینا محمد و علی آله و اصحابه اجمعین اما بعد: 
سالم اداري سیستم او غوره مدیریت د هر هېواد په پرمختګ کې یو مهم فکټور ګڼل شوی او دغه فکټور د یوه اکاډمیک نظم په توګه پېژندل شوی دی، سالم اداري سیستم د انسان د ژوندانه اساسي برخه ده؛ ځکه انسان په یوه اداره شوې کورنۍ کې پیدا شي، په کورني اداري نظم کې لوییږي، په اداره کې زده کړې کوي او د انسان د ژوند ډېره برخه که هغه انفرادي وي یا ټولنیز ‎په اداري مدیریت کې تېرېږي؛ نو انسان ته د سالم مدیریت چې د افرادو د فعالیتونو څرنګوالی څاري ضرورت احساسېږي چې د ټولنې هر وګړی خپل، خپل مسؤولیتونه او صلاحیتونه وپېژني او د ادارې د پرمختګ او موخو لپاره کار وکړي.
که په اداره کې اداري چارې اهل کسانو ته وسپارل شي نو د اداري پلانونو تطبیق به ډېره ګټوره توګه ترسره کولای شي، عموماً ادارې که وړې یا غټې یا منځنۍ وي، تجارتي یا غیر تجارتي وي؛ دولتي یا غیر دولتي، عایداتي او یا خدمتي وي د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یو غښتلی  اداري کاري پلان ته اړتیا لري چې په همغږۍ او همکارۍ خپلو مقاصدو ته ځان ورسوي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي. 

2. پوښتنه: محترم شيخ صاحب! که په ۱۴۰۳ لمریزکال کې د سترې محکمې د تشکيل په اړه راته ووایاست، چې ستره محکمه په ټول هېواد کې کومو - کومو برخو کې څومره تشکيل لري؟
ځواب: د ۱۴۰۳ هـ ش کال په جریان کې  د سترې محکمې او ماتحت محاکمو اړوند تشکیل مجموعاً (۱۵۳۲۵) بستونو ته رسېږي، چې له دې ډلې یې (۳۰۰۹) قضائي بستونه، (۳۱۱۴) اداري بستونه، (۱۸۸۸) خدماتي بستونه او (۷۳۱۴) یې نظامي بستونه دي، دا په داسې حال کې ده چې تېر  (۱۴۰۲ هـ ش) کال کې د محاکمو تشکیل مجموعاً (۶۹۲۶) بستونه و چې له دې ډلې یې (۲۹۱۷) قضائي بستونه، (۲۵۹۸) اداري بستونه او (۱۴۱۱) یې خدمتي بستونه وو.
3. پوښتنه: شیخ صاحب! که د درېیمې پوښتنې په ډول راته ځواب کړئ، چې ستره محکمه په رأس کې څو معاونيتونه لري او کوم- کوم دي؟
ځواب: د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې په تشکیل کې څلور معاونیتونه (د مرکزي زون قضائي معاونیت، د جنوب لوېدېځ زون قضائي معاونیت، د نظامي محاکمو معاونیت او اداري معاونیت) لري، چې هر معاونیت بیا تر خپل چتر لاندې اړتیا ته په کتو ریاستونه او نورې ادارې لري، ترڅو اړوند چارې په ټاکلي وخت ترسره کړي.

4. پوښتنه: محترم شیخ صاحب! که د اداري معاونیت کاري استقامت راته تشرېح کړئ؟
ځواب: د سترې محکمې اداري معاونیت لکه له نوم څخه چې ښکاري په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي امارت د ټولو محاکمو اداري چارې کنټرول او ترسره کوي، په دې سربېره د سترې محکمې اداري معاون د سترې محکمې د عالي شورا عضویت لري او د عالي شورا په ټولو عادي او فوق العاده ناستو کې ګډون کوي، دغه راز هغه کسان چې غواړي د سترې محکمې اړوند ماتحت ادارو کې خدمت وکړي، ملکف دي چې خپل غوښتنلیک د سترې محکمې اداري معاونیت ته وسپاري، اداري معاونیت د دوی غوښتنلیک اړوند کمېټې ته (د سترې محکمې د ازموینو کمېټې) ته راجع کوي.
5. پوښتنه: محترم شيخ صاحب! پنځمه پوښتنه مو په دې ډول ده چې ستاسو د معاونيت تر چتر لاندې په مرکز او ولايتونو کې څومره رياستونه او ادارې شتون لري؟
ځواب: د سترې محکمې او ماتحت محاکمو د اداري چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د سترې محکمې د اداري معاونیت تر چتر لاندې مرکز کې (۱۰) ریاستونه موجود دي چې له دې ډلې یې (۳) عمومي او (۷) عادي ریاستونه دي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
1.    د کارکوونکو چارو عمومي ریاست
2.    د مالي او اداري چارو عمومي ریاست
3.    د حقوقو عمومي ریاست
4.    د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست
5.    د پلان او پالیسۍ ریاست
6.    د دعوت او ارشاد ریاست
7.    د اداري چارو ریاست
8.    د مالي او حسابي چارو ریاست
9.    د استخدام او سوانحو ریاست
10.    د اجراآتو د ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست
6. پوښتنه: د اسلامي امارت د فتحې درې کلونه پوره دي، که راته واضح کړئ چې د لومړيو کلونو په نسبت په دوسيو کې زياتوالی او کموالی راغلی دئ؟
ځواب: محاکمو ته د راجع شوو دوسیو د ډېروالي یا کموالي اړوند پوښتنې په ځواب کې لومړی دا ویل ضروري ګڼم چې کله محاکمو کې عدل تأمین وي او محاکم د اسلامي شریعت مطابق پرېکړې صادروي نو په محاکمو د خلکو باور ډېرېږي له همدې وجې هېوادوال هڅه کوي چې هره کوچنۍ یا لویه موضوع محاکمو ته راجع او خپل شرعي حق ترلاسه کړي؛ بناءً د افغانستان اسلامي امارت محاکمو ته هم د راجع شوو حقوقي دوسیو شمېر د مخکې په پرتله ډېر دی؛ خو د جزائي موضوعاتو دوسیو بیا د تېر په پرتله کمې محاکمو ته راجع کېږي، چې دا خپله د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د جرایمو د سطحې د کموالي ښکارندویي کوي.
7. پوښتنه: شیخ صاحب! که دا معلومات راکړئ چې د سترې محکمې په مرکز او ولايتونو کې د تعميراتي ستونزو د هواري په برخه کې څومره کار شوی دی؟ د مراجعينو او قضاتو د ناستې ځايونه چې ويجاړ وو او يا هم نه وو جوړ شوي تاسو تر کومې اندازې ورته رسېدنه کړې ده؟
ځواب: د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اداري معاونیت د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د هېواد د ټولو درې ګونو محاکمو د اړتیاوو معلومولو په موخه د هېواد ټولو ولایتونو ته پلاوي ولېږل او د دوی اصلي دنده داوه چې په اداري برخه کې د محاکمو اړتیاوې تشخیص او راپور یې له عالي مقام سره شریک کړي، یادو پلاوو د ټولو محاکمو اړتیاوې معلومې کړې او د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت د هر کال بودجې ته په کتو موږ هڅه کړې چې د محاکمو د نورو برخو په څېر د ودانیزو برخو ستونزو ته هم رسېدنه وکړو، دوی ته نوې ودانۍ جوړې کړو یا د اړتیا پر مهال ورته مخکنۍ ودانۍ ترمیم کړو، د بېلګې په ډول د ۱۴۰۲ هـ ش کال په جریان کې د سترې محکمې د مقام ودانۍ، د کابل ښاري ابتدائیه محکمې، د کابل د وثایقو آمریتونو، د قضائي زده کړو عمومي ریاست، د کابل د څو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو، د کونړ، جوزجان، زابل، پکتیا، بغلان، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو اړوند محاکمو لپاره اړتیا ته په کتو یا نوې ودانۍ جوړې شوې یا مخکنۍ ودانۍ ترمیم شوې دي.
8. پوښتنه: د اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې څومره کار شوی دئ؟ څومره کسانو ته سیمینارونه ورکول شوي دي؟
ځواب: تاسو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې په تشکیل کې د اداري منسوبینو د ظرفیت لوړونې په موخه یو مشخص ریاست موجود دی، د دغه ریاست دنده دا ده چې د سترې محکمې اداري کارکوونکو د اداري چارو برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه ورته لنډ مهاله سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه ترتیب کړي، چې په دې برخه کې الحمدلله د سترې محکمې د اجراآتو د ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست هم د پام وړ لاسته راوړنې لري، دغه ریاست کې د ۱۴۰۲هـ ش کال په جریان کې په (۱۴) روزنیزو دورو کې سلګونه کسانو ته د اداري اجراآتو اړوند ضروري زده کړې ورکړې دي.

9. پوښتنه: محترم شيخ صاحب! دا چې تاسو د سترې محکمې د قضاتو او کارکوونکو د ګومارنې لپاره د ازموینې کمېټې مشري کوی، نو د دوی د ګومارنې لپاره د امتحان تر مرحلې د راتګ لپاره کوم څه ته ضرورت دی او مرحله يې څه ډول ده؟
ځواب: د سترې محکمې په قضائي او اداري تشکیل کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه د سترې محکمې عالي مقام لازمه ګڼلې چې یوه با صلاحیته کمېټه جوړه کړي، که یو څوک غواړي د سترې محکمې په قضائي برخه کې د قاضي، مفتي یا محرر په حیث خدمت وکړي، یاد دغه راز غواړي چې د سترې محکمې اړوند اداري بستونو کې مسؤولیت ترسره کړي؛ نو دوی باید لومړی د سترې محکمې اداري معاونیت ته لیکلی غوښتنلیک وسپاري چې په  غوښتنلیک کې د داوطلب کس پوره شهرت، د زده کړو کچه، د کار تجربه او لاسلیک موجود وي، اداري معاونیت دغه غوښتنلیک ګوري او اړوند کمېټې ته یې راجع کوي، وروسته د ازموینې کمېټه د اړتیا پر مهال له یاد کس سره اړیکه نیسي او په ټاکلي وخت یې د ازموینې لپاره راغواړي، د یادې کمېټې د غړو لخوا له نوموړي کس څخه تحریري او تقریري ازموینه اخیستل کېږي، بیا د نوموړي کس نمرو او ښې سابقې ته په کتو یاد کس ته د سترې محکمې په مربوطه اداره کې د خدمت فرصت ورکول کېږي.
10. پوښتنه: شيخ صاحب! د عامه پوهاوي په برخه کې کوم ګامونه اخیستل شوي دي؟
ځواب: د سترې محکمې د اړوند چارو او کارونو په اړه د عامه پوهاوي او دغه راز له هېوادوالو سره د سترې محکمې او ماتحت محاکمو د اجراآتو د شریکولو مسؤولیت په ټوله کې د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست لخوا ترسره کېږي، دغه ریاست د عامه پوهاوي، معلوماتو او اطلاعاتو شریکولو برخه کې چاپي، غږیز او نور بېلا بېل  پروګرامونه لري.
تر هېوادوالو د یادو پروګرامونو د رسولو په موخه ستره محکمه رسمي ویب سایټ، اېکس پاڼه، تلګرام چینل، واټس اپ چینل او د ټولنیزو رسنیو نور ادرسونه لري. 
دغه ریاست د سترې محکمې او ماتحت محاکمو اجراآت او اړوند معلومات په څلورو ژبو(پښتو، دري، عربي او انګلیسي) خپروي او تر خلکو یې رسوي او د محاکمو په اړه د عامه پوهاوي د سطحې لوړولو لپاره بېلا بېلې خپرونې؛ لکه: د قضاء مجله، د میزان جریده، خبري بولتن، اخبار میزان پښتو او دري خپرونه، اسلامي عدالت خپرونه، ستره محکمه په اونۍ کې خپرونه، ولس او قضاء خپرونه او ... ترتیب او نشروي.
دغه راز د قضاتو او نورو قضائي غړو د ظرفیت لوړونې او مطالعې لپاره مهم او ګټور قضائي کتابونه ترتیب او چاپوي.
11. پوښتنه: محترم شیخ صاحب! د وروستۍ پوښتنې په توګه که دا پوښتنه راته ځواب کړئ، چې  د محاکمو مسؤولينو او مراجعينو ته مو پيغام څه دئ؟
ځواب: د محاکمو مسؤولینو ته مو پیغام دا دی چې زموږ د نظام بقاء ستاسو په تقوا، الهي رضا او  ستاسو په صداقت پورې اړه لري او مراجعین دې د توحید کلیمې تر بیرغ لاندې پر اسلامي نظام شکر ادا او اطاعت وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۶
Background image

د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو د پکتيکا ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست قضائي مفتشينو مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي رحمان الدین (حقاني) او مولوي بخت الله (مدني) د خپل کلني پلان له مخې په  ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه پکتیکا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل (۵۲) کلنه موضوع حل شوه 

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل (۵۲) کلنه دښمني حل او فصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د خوست د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د اختصاصې محکمې او حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امین الله (منیب) د تحريراتو د آمر په ملتيا د یاد ولایت له اختصاصي محکمې او حقوقو آمریت څخه په ۲۳ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې. . .

بیا په خبرونو کی