د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۸
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۱۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵) دوسیې فیصله شوې، (۳۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۲۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسیې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۴۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۴۲) دوسيو ته رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

د غزني ولايت اندړو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د غزني ولايت اندړو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو، مخورو او مصلحينو په منځګړیتوب، په ۱۱/ ۶/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل خطاء موضوع حل او فصل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست په لومړۍ ربعه کې مجموعًا (۱۱۸۴) موضوعاتو او عريضو ته له اصولو سره سم رسېدنه کړې ده، چې په دې کې د محاکمو د تبدیلۍ اړوند (۶۱۵) موضوعات، د استهداآتو. . .

بیا په خبرونو کی