د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) په ۳۰/۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت د قره باغ، کلکان، میربچه کوټ، شکردرې او پغمان ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او حقوقو مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د یادو محاکمو له قضائي او اداري غړو او د حقوقو مدیریتونو له کارکوونکو سره وکتل، د دوی له اجراآتو څخه یې څارنه وکړه او د کارکوونکو اړتیاوې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د لومړیتوبونو په اساس به یې د اړتیاوو د پوره کولو هڅې وکړي.
ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو او حقوقو مدیریتونو ټولو کار کوونکو ته د وينا پر مهال هر اړخيزې سپارښتنې وکړې وویل، له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ، د محکمې او حقوقو مدیریت تر مینځ لا ښه همغږي ولرئ تر څو د کارونو په لړ کې له خنډ سره مخ نه شئ او کارونه په ټاکلي وخت او په ښه توګه ترسره شي.