د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او ګذر وکیلانو په کې ګډون درلود، د غایبو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د منقول او غير منقولو ملکیتونو د بررسۍ په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د فرمان د لا ښه تطبیق په موخه، په ۱۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د ولایت مقام مرستيال اړوند مسؤولینو او ګډونوالو ته د اسلامي امارت او مشرتابه د فرمان پر اهمیت خبرې وکړې وویل، چې دا د مشرتابه حفظه الله ځانګړی شفقت دی، چې د غايبو، مفقودینو او ساعین بالفساد وګړو د شتمنيو او ملکیتونه د ساتنې لپاره يې هم اړوند ادارو ته د ساتنې حکم کړی دی.
دغه راز د پکتیا زون نظامي محکمې رئيس د یادې ناستې د موخې په تړاو د اړوند ادارو مسؤولینو او ګډونوالو ته خبرې وکړې وویل، د مشرتابه (حفظه‌الله تعالی) د هر امر اطاعت پر موږ او تاسو باندې واجب دی، هر امر یې زموږ او ستاسو پر ذمه باندې یو امانت دی، بايد په ښه امینه طریقه یې سرته ورسوو، بیا یې د اړوند ادارو د مسؤولینو او ګډونوالو څخه د امیر‌المؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د یاد حکم د لا ښه تطبيق او د غایبو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د حقوقو د ښه خونديتوب په برخه کې له نظامي محکمې سره د ترتیب شوې (١٢) مادیز پلان له مخې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په وروستيو کې اړوند ادارو مسؤولینو، حوزو آمرینو، د ګذر وکیلانو او نورو ګډونوالو د نظامي محکمې رئیس ته ډاډ ورکړ؛ ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به له محکمې سره اړینه همکاري کوي، څو ياد حکم په ښه توګه تطبیق او په ټولنه کې د دې ډول وګړو حقوق خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۲۲). . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان د یوه پلاوي په ملتیا د غزني زون نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او نظارت وکړ

د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د ریاست او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کاپیسا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف‌الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمان الدین (ایشان) يې غړيتوب. . .

بیا په خبرونو کی