د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او ګذر وکیلانو په کې ګډون درلود، د غایبو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د منقول او غير منقولو ملکیتونو د بررسۍ په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د فرمان د لا ښه تطبیق په موخه، په ۱۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د ولایت مقام مرستيال اړوند مسؤولینو او ګډونوالو ته د اسلامي امارت او مشرتابه د فرمان پر اهمیت خبرې وکړې وویل، چې دا د مشرتابه حفظه الله ځانګړی شفقت دی، چې د غايبو، مفقودینو او ساعین بالفساد وګړو د شتمنيو او ملکیتونه د ساتنې لپاره يې هم اړوند ادارو ته د ساتنې حکم کړی دی.
دغه راز د پکتیا زون نظامي محکمې رئيس د یادې ناستې د موخې په تړاو د اړوند ادارو مسؤولینو او ګډونوالو ته خبرې وکړې وویل، د مشرتابه (حفظه‌الله تعالی) د هر امر اطاعت پر موږ او تاسو باندې واجب دی، هر امر یې زموږ او ستاسو پر ذمه باندې یو امانت دی، بايد په ښه امینه طریقه یې سرته ورسوو، بیا یې د اړوند ادارو د مسؤولینو او ګډونوالو څخه د امیر‌المؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د یاد حکم د لا ښه تطبيق او د غایبو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د حقوقو د ښه خونديتوب په برخه کې له نظامي محکمې سره د ترتیب شوې (١٢) مادیز پلان له مخې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په وروستيو کې اړوند ادارو مسؤولینو، حوزو آمرینو، د ګذر وکیلانو او نورو ګډونوالو د نظامي محکمې رئیس ته ډاډ ورکړ؛ ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به له محکمې سره اړینه همکاري کوي، څو ياد حکم په ښه توګه تطبیق او په ټولنه کې د دې ډول وګړو حقوق خوندي شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

با تلاش رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کاپیسا موضوع قتل (19) ساله حل و فصل گردید

با تلاش محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کاپیسا؛ با اشتراک آمر اقوام و قبایل آن ولایت، علمای کرام و مسؤولین ذیربط به تاریخ 23 /11 /1447هـ ق، دشمنی نزده ساله میان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۵
Background image

تحت ریاست رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت نورستان جلسۀ اداری دایر گردید

تحت ریاست رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت نورستان؛ با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، اعضای قضائی، رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری و قضات دیوان‌های مربوطه، به تاریخ 20 /11 /1447هـ ق جلسۀ اداری دایر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت فاریاب از محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی بلچراغ و گرزیوان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت فاریاب؛ با همراهی هئیت معیتی‌شان غرض نظارت و بررسی امورات قضائی و اداری به تاریخ 18 /11 /1447 هـ ق از محاکم ابتدائیۀ. . .

بازگشت به اخبار