د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست لخوا د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند اداري کارکوونکو ته سيمينار پيل شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۳۱
د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست لخوا د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند اداري کارکوونکو ته سيمينار پيل شو

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست لخوا د کابل ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو اداري کارکوونکو ته د اداري اجراآتو د زده کړې تر سرلیک لاندې سیمینار چې د واردې او صادرې کتاب، اندراج، رسیداتو، پلان جوړونې، راپور جوړونې او داسې نور اړین موضوعات په کې تدریس کېږي؛ په ۲۶ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه پیل شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست مسلکي استاد مولوي صفت الله (محسن) د سیمینار په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) ګډونوالو ته په وینا کې وویل؛ کوم کارکوونکي چې په دغه سیمینار کې ګډون لري، ډېری یې کلونه کېږي چې په محاکمو کې دندې ترسره کوي او په اداري اجراآتو تر ډېره پوه دي، خو په اداري کتابونو کې ځينې نوښتنونه منځته راغلي، یا یو لړ موارد ترې کم شوي او د کارکوونکو لپاره دغه موضوعات نوي دي، نو ځکه د ټولو محاکمو د اجراآتو د یووالي لپاره باید اداري کارکوونکي په سیمینار کې په ښه لیوالتیا ګډون وکړي.
محترم ساجد زیاته کړه، ډېره اړینه ده چې اداري اجراآت په دقیقه توګه زده کړل شي، ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شو.
د یادونې وړ ده چې په یاد سیمینار کې به شاوخوا (۶۰) تنه اداري کارکوونکي په دوو دورو کې ګډون کوي؛ چې د هرې دورې موده به پنځه ورځې وي.
له اړينو لارښوونو او خبرو وروسته یاد سیمینار په رسمي ډول پیل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست مفتشينو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه درې کسيز هیئت د مولوي حبیب الله (حبیب) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي امدادالله (حنفي) يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۹
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د فرزې، استالف او قره باغ ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۱۷/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د فرزې، استالف او قره‌باغ ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د حقوقو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۰
Background image

د هرات زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د شپږم زون (هرات) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

بیا په خبرونو کی